دوی چې له تیرو دو اونیو راهیسې د تریاکو په کښتونو کې نېښ واهه د خپل کار له مزدوری څخه ناخوښه دي.
د تریاکو د بیو د ټيټ والي په وجه دوی ته په مزدورۍ کې رسیدلي تریاک هومره پيسې نه جوړوي لکه څنګه چي د دوی ورته طمع وه.
د تریاکو نېښ ګر وايې چې څلورنیم کیلو تریاک په ۱۲ زره کلداري پلورل کیږي چې شپږ نیم زره افغانی جوړوي.
د تریاکو د بیو د ټيټ والي یو عامل هم د تریاکو په مارکېټ کې د زیات جنس موجودیت بلل کیږي.
کرونده ګر وايې، سره له دې چې د کال په پيل کې د اورښتونو د کموالي په وجه د تریاکو کښت راکم شو ، خو کرل شویو تریاکو د وروستیو اورښتونو په وجه زیات حاصل ورکړی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)