دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۱۸
د مطلب کود : 184687
نړیواله ټولنه دې له پاکستان څخه د سولي لپاره د همکارۍ تضمین وغواړي
د مشرانو جرګې غړي وایي، چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان سولي ته له پاکستان څخه د همکارۍ تضمین واخلي؛ ځکه وسلوال طالبان د پآکستان تر بشپړ نفوذ لاندې دي.

که څه هم د سولې روانې هڅې د افغانستان خلکو ته هیلې پیدا کړي؛ خو د دې لړۍ اوږدیدو د افغانستان د مشرانو جرګې اندېښنې را پورته کړې دي.
سناتوران وایي؛ ولسمشردې پاکستان ته د سفر پر مهال له دغه هېواد څخه نه یوازې په سوله کې د همکارۍ ضمانت واخلي، بلکې پر طالبانو دې رښتینې فشار هم راوړي، چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وایي؛ ولسمشر غني دې پاکستان ته د خپل سفر په لړ کې له دغه حکومته وغواړي، چې پر وسلوالو طالبانو فشارونه زیات کړي.
د مشرانو جرګي غړی محي الدین منصف وایي: مونږ ولسمشر دې پاکستان اړ کړي، چې پر طالبانو له خپل نفوذه کار واخلي، د سولې له بهیر سره دې ورته د یوځای کیدو زمینه برابره کړي؛ ځکه د طالبانو کورنۍ، مشران، دفترونه او کارونه ټول په پاکستان کې دي.       
د مشرانو جرګې غړی گل احمد اعظمي د سولې د هڅو تر څنګ د خلکو پر امنیتي خوندیتوب هم ټینګار کوي او وایي، چې  پاکستان باید له خلیلزاد او امریکا سره ژمنه وکړي، چې د سولې په هڅو کې رښتینې همکاري کوي؛ پرته لدې د جګړې پای ته رسیدل ناشوني دي.
د مشرانو جرګي رییس فضل هادی مسلمیار له امنیتي ځواکونو غواړي، چې د خلکو امنیت وساتي؛ ځکه راوانه جګړه د اسلام له نامه څخه په ګټه پورته کولو روانه ساتل کیږي او عاملین یې د افغانستان له خلکو سره خبرو ته هم نه حاضریږي.   
مشرانو جرګې د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه؛ امنیتي مسوولین دې د ځواب ویلو لپاره راتلونکې ناستې ته راوغوښتل شي او مخامخ دې د امنتیي وضعیت او د جګړې د څرنګوالې په اړه خلکو ته وضاحت ورکړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjoxevauqeomz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته