دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۵
د مطلب کود : 184715
دفاع وزارت: په ارزګان او زابل کې ۱۸ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ۲ اډې یې له منځه وړل شوې
د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ۲۰۵ اتل قول اردو دهوایي بریدونو پر مهالی یې په ارزګان او زابل ولایتونو کې ۱۸ وسله والو ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې او په ترهګر پورې اړوند دوه اډه او یوه اندازه وسلې یې له منځه وړې دي.

د فاع وزارت له لوري د خپرې شوې خبر پاڼې په حواله، د ارزګان ولایت په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د طالبانو پر مرکزونو د بریدونو پر مهال ۵ وسله وال طالبان وژل شوي ۳ تنه یې ژوبل شوي او  په دغو بریدونو کې د وسله والو دوه اډې او یوه اندازه وسلې له منځه وړل شوې دي.
د خبرپاڼې په حواله د زابل ولایت په ارغند آب ولسوالۍ کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه کې ۶ وسله وال وژل شوي او ۲ تنه یې ژوبل شوي او له دښمن څخه بیلابیلې وسلې تر لاسه شوې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb8ab8srhbwzp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته