دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۵
د مطلب کود : 184725
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی: طالبان د سولې بین الافغاني خبرو ته چمتو دي
د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې په مزار شریف ښار کې د یوې خبرې ناستې په څنډه کې ویلي چې طالبانو د سولې بین الافغاني خبروته چمتو والی ښوولی، ښایي د سولې بین الافغاني خبرې د روژې په روانه میاشت کې له ولسمشریزو ټاکنو مخکې پیل شي.

د ناټو هېوادونو دغو ملکي استازي پرون سه شنبه د ثور میاشتې په ۱۷ مه ویلي چې سوله د هر افغان غوښتنه ده، اوس د جګړې ښکېلې غاړي دې ته چمتو شوې چې د سولې خبرو ته سره کښیني.
نوموړي ویلي چې د افغانستان د سولې او ثبات په اړه هم په افغانستان کې د ننه او هم په نړیواله او سیمه ییزه کچه توافقات رامنځته شوي دي او د افغانستان ګاونډیان هم په دغو هېواد کې د امنیت او اقتصادي ودې  لپاره له طالبانو سره د افغان دولت د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
دا په داسي حال کې دی چې اوس مهال په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د شپږم پړاو خبرې د څومې ورځې لپاره رواني دي، د دغو خبرو د پرېکړو او پرمختګونو په اړه په رسمي توګه تر دې دمه له رسنیو سره څه نه دي شریک شوي.
خو د اجنډا په اړه یې را پورونه خپاره شوي چې، دغلته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر حضور، د تروریزم سره پر مبارزه او د بین‌الافغاني خبرو په پيل بحث دوام لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcci0qsp2bq4m8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته