د کابل په شهر نو سیمه کې نن شل کم ۱۲بجې لویې څارنوالۍ ته نږدې په یوې بهرنۍ موسسې چاودنه شوې ده.
د کابل په شهر نو سیمه کې چاودنه او نښته
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 ثور 1398 ساعت 13:27
د کابل په شهر نو سیمه کې نن شل کم ۱۲بجې لویې څارنوالۍ ته نږدې په یوې بهرنۍ موسسې چاودنه شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي ته وویل چې دغه چاودنه د کاونټر پارټ په نوم پر یوې بهرنۍ موسسې چې د لویې څارنوالۍ شاته ده، شوې ده.
رحیمي تأیید کړه چې تر چاودنې وروسته په سیمه کې د خفیفه وسلې ډزې هم روانې دي.
د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز بیا ازادي راډیو ته وویل چې ښايي ډزې هغه دوه وسله وال کوي چې دې موسسې ته ورننوتي دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل له نننۍ چاودنې تر اوسه پورې ۹ ټپیان د کابل روغتونو ته انتقال شوي دي.
ښاغلي مایار د دغو ټپيانو د هویت په اړه معلومات ورنه کړل.
وسلهوالو طالبانو د دغې حملې مسؤلیت منلی دی.
د مطلب کود: 184734