دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۲۰
د مطلب کود : 184744
کورنیو چارو وزارت: کابل شهرنو برید کوونکو له منځه وړلو لپاره عملیات دوام لری
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل په شهرنو سیمه کې په کونټرپارټ موسسې د بریدکوونکو د له منځه وړلو عملیات دوام لري.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي چې بریدګر په یوه څلور پوړیزې ودانۍ کې دي او د پولیسو ځانګړي ځواکونه یې د له منځه وړلو هڅې کوي.
ښاغلي رحیمي وویل چې تر اوسه پورې د کونټرپارټ خیریه موسسې اتیا کارکوونکي ژغورل شوي دي.
د ایمرجنسي روغتون چارواکو په سیمه کې خبریالانو ته ویلي چې تراوسه پورې له دې بریده یوازې پنځلس کسان یاد روغتون ته انتقال شوي دي.
امنیتي چارواکو ویلي چې برید په یوې چاودنې سره نن شل کمې دولس بجې پیل شو او بیا وروسته ډزې هم وشوې.
کونټرپارټ نړیوالې موسسې د کابل دفتر د افغانستان لویې څارنوالۍ ته نږدې موقعیت لري.
کونټرپارټ نړیواله موسسه د بشري حقونو، سولې او ګڼو نورو ټولنیزو برخو کې فعالیت لري.
وسله‌والو طالبانو په‌دې موسسې د برید مسؤلیت په غاړه اخېستی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې ګڼو افغان پوځیانو ته یې مرګژوله اړولې ده.
https://avapress.com/vdcdoo0foyt0j56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته