خوښ ديک ۰

پاکستان لاهور ښار کې ځانمرګی برید ۵ پولیس په ګډون ۸ تنه وژلی دی

د پاکستان په لاهور ښار امنیتي چارواکي وایي چې د دې ښار په ګڼ میشته سیمه داتا دربار زیارت سره نږدې پر امنیتي سرتیرو ځانمرګی برید شوی چې په پایله کې یې د ۵ پولیسو په ګډون ۸ کسه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
پاکستان لاهور ښار کې ځانمرګی برید ۵ پولیس په ګډون ۸ تنه وژلی دی

د پنجاب ایالت د پولیسو مشر، د پېښې په ځای کې  رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې په دې چاودنه کې د ۵ پولیسو په ګډون ۸ کسان وژل شوي دي.
ده وویل
“دا یو ځانمرګی برید و چې د داتار دربار د زیارت امنیتي پولیس وو یې تر هدف لاندې راوستل، په دغه برید کې د ۵ پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي.”
په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیرعمران خان او په پنجاب ایالت کې پر پولیسو شوی برید غندلی او له اړوندو ادارو څخه یې غوښتي چې په اړه یې بیړنۍ څېړنې وکړي.
 
چهارشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۳۲
د مطلب کود: 184746 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *