د پاکستان په لاهور ښار امنیتي چارواکي وایي چې د دې ښار په ګڼ میشته سیمه داتا دربار زیارت سره نږدې پر امنیتي سرتیرو ځانمرګی برید شوی چې په پایله کې یې د ۵ پولیسو په ګډون ۸ کسه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
پاکستان لاهور ښار کې ځانمرګی برید ۵ پولیس په ګډون ۸ تنه وژلی دی
18 ثور 1398 ساعت 16:32
د پاکستان په لاهور ښار امنیتي چارواکي وایي چې د دې ښار په ګڼ میشته سیمه داتا دربار زیارت سره نږدې پر امنیتي سرتیرو ځانمرګی برید شوی چې په پایله کې یې د ۵ پولیسو په ګډون ۸ کسه وژل شوي او ۲۵ نور ټپیان دي.
د پنجاب ایالت د پولیسو مشر، د پېښې په ځای کې رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې په دې چاودنه کې د ۵ پولیسو په ګډون ۸ کسان وژل شوي دي.
ده وویل
“دا یو ځانمرګی برید و چې د داتار دربار د زیارت امنیتي پولیس وو یې تر هدف لاندې راوستل، په دغه برید کې د ۵ پولیسو په ګډون لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي.”
په ورته وخت کې د پاکستان لومړي وزیرعمران خان او په پنجاب ایالت کې پر پولیسو شوی برید غندلی او له اړوندو ادارو څخه یې غوښتي چې په اړه یې بیړنۍ څېړنې وکړي.
د مطلب کود: 184746