خوښ ديک ۰

افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس د کابل نني بریدونه په کلکه غندلي

کابل کې د امریکا سفیر جان باس پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې په نښه شوې کونټر پارټ موسیسې، مرستندویه کارونه پر مخ وړل او همداراز د افغان خبریالانو روزنه او ملاتړ یې کاوه.

د امریکا سفیر په خپل ټویټري پیغام کې د دې پیښې د غندلو ترڅنګ له افغان امنیتي ځواکونو  څخه مننه کړې چې پر وخت د پیښې ځان ته رسیدلي او له  بریدگرو سره په جګړه او د دغې ادارې د کارکونکو په ژغورنه بوخت دي.
د پلازمېنې کابل  په شهر نو سیمه کې نن له غرمي مخکې د کونټر پارټ په نوم د یوې خیریه موسیسې پر ودانۍ او ودانۍ ته څېرمه درې پر لپسې درنې وشوې.
په سیمه کې اوس هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو بریدګرو تر منځ نښته روانه ده.
کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسولین وایي چې د پیښې له ځایه تر دې مهاله ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي.
د دغو بریدونو د تلفاتو په اړه کره معلومات له رسنیو سره لا نه دي شریک شوي.
د  پیښې مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی د ګڼو دولتي سرتیرو دوژلو ادعا یې کړې ده.
چهارشنبه ۱۸ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۴۸
د مطلب کود: 184747 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *