کابل کې د امریکا سفیر جان باس پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې په کابل کې په نښه شوې کونټر پارټ موسیسې، مرستندویه کارونه پر مخ وړل او همداراز د افغان خبریالانو روزنه او ملاتړ یې کاوه.
د امریکا سفیر په خپل ټویټري پیغام کې د دې پیښې د غندلو ترڅنګ له افغان امنیتي ځواکونو څخه مننه کړې چې پر وخت د پیښې ځان ته رسیدلي او له بریدگرو سره په جګړه او د دغې ادارې د کارکونکو په ژغورنه بوخت دي.
د پلازمېنې کابل په شهر نو سیمه کې نن له غرمي مخکې د کونټر پارټ په نوم د یوې خیریه موسیسې پر ودانۍ او ودانۍ ته څېرمه درې پر لپسې درنې وشوې.
په سیمه کې اوس هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او وسله والو بریدګرو تر منځ نښته روانه ده.
کابل کې د ایمرجنسي روغتون مسولین وایي چې د پیښې له ځایه تر دې مهاله ۱۵ ټپیان ور وړل شوي دي.
د دغو بریدونو د تلفاتو په اړه کره معلومات له رسنیو سره لا نه دي شریک شوي.
د پیښې مسولیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی د ګڼو دولتي سرتیرو دوژلو ادعا یې کړې ده.