کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایران: د بندیزونو له کبله ښايي افغان کډوال وایستل شي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 ثور 1398 ساعت 9:25

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا هم ویلي چې ''له بشري اړخه موږ نه غواړو داسې کار دې وشي، خو که اړ شو چې داسې کېږي نو مسؤولیت به یې د امریکا پر غاړه وي؛ هماغه هېواد کې چې افغانستان یې کړکېچ ته بوولی دي.



د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي، د امریکا د بندیزونو له کبله د ایران عوایدو کې د روان کړکېچن کمښت په دوام سره ښايي تهران له افغان کډوالو خپل هېواد ته د ستنېدو غوښتنه وکړي.
د 'ایرنا' خبري اژانس د رپوټ له مخې،‌ د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس عراقچي ویلي: ''اوسمهال په ایران کې څه باندې درې میلیونه افغان کډوال دي چې دوه میلیونه یې په کار بوخت دي ااو هر کال درې تر پنځو میلیاردو یورو له ایران بهر ته وځي.''
ښاغلی عراقچي زیاتوي ''اوس چې ۴۶۸ زره افغان زدکوونکي په ایراني ښوونځیو کې وړیا درس وايي؛ حال دا چې هر یو یې ۶۰۰ یورو کلنی لګښت لري. ۲۳ زره افغان محصلین په ایراني پوهنتونونو کې پر زدکړو بوخت دي چې هر یو یې ۱۵ زره کلنی لګښت لري.''
د دغه ایراني چارواکي په وینا، په کور د ننه بې ځایه شوي اته میلیارده ډالر لګښت لري. که بندیزونه دوام وکړي او زموږ د تېلو پېر او پلور صفر ته ورسېږي، ایران مجبو دی د خپل اقتصاد لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي.

ایران وايي، په دې صورت کې دوی اړ دي چې له افغان کډوالو وغواړي چې له ایرانه ووځي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه چارواکي دا هم ویلي چې ''له بشري اړخه موږ نه غواړو داسې کار دې وشي، خو که اړ شو چې داسې کېږي نو مسؤولیت به یې د امریکا پر غاړه وي؛ هماغه هېواد کې چې افغانستان یې کړکېچ ته بوولی دي.
 


د مطلب کود: 184773

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184773/ایران-د-بندیزونو-له-کبله-ښايي-افغان-کډوال-وایستل-شي

آوا
  https://www.avapress.com