د ولایتي شورا غړي محمد کریمي په دی اړه رسنیو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو دغه برید تېره ورځ ناوخته ماښام مهال د ترینکوټ ښار اړوند د سرتور بابا په سیمه کې پر یو کور کړی.
د ارزګان د ولایتي روغتون مشر ډاکټر امینالله توخي بیا رسنیو ته وویل چې تېرماښام له یادې سیمې یوازې ماشوم ورته ور وړل شوی دی.
خو د دغه ولایت د څلورمې پلي لوا مسؤلین بیا دا خبرې رودي چې دغلته دې په هوايي برید کې ملکیان وژل شوي وي.
دا پهداسې حال کې ده چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې افغان او بهرنیو د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند چینو، خانقه او سرتور بابا سیمه کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف د ځمکني او هوايي عملیات پیل کړي.