خوښ ديک ۰
ټاکنو خپلواک کمیسیون:

راتلونکې درې واړه ټاکنې به په انلاین توګه ترسره شي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې راتلونکې درې واړه انتخابات به په انلاین شکل ترسره شي او په کم وخت کې به یې لومړنۍ پایلې هم اعلانېږي.
راتلونکې درې واړه ټاکنې به په انلاین توګه ترسره شي

د دغه کمېسیون سرپرست ویاند ذبیح‌الله سادات رسنیو ته په دی اړه وویل، په انلاین شکل د رأیو استعمال د درغلۍ مخه نیسي:
"نهايي هڅه مو دا ده چې د انتخاباتو په ورځ له بایومټریک نه په انلاین شکل استفاده وکړو، له دې سره په کمه موده کې موږ کولای شو چې ابتدايي نتایج اعلان کړو، دې سره په انتخاباتو د خلکو باور زیاتېږي، د تقلب او درغلۍ مخه هم نیول کېږي."
ښاغلی سادات زیاتوي چې هڅې پیل شوي، څو له یوې ملي یا هم نړیوالې کمپنۍ سره داسې قراداد لاسلیک شي چې د انتخاباتو په ورځ ټول افغانستان ته انټرنیټ ورکړي.
ذبیح‌الله سادات وايي، په پخوانیو بایومټریک سیسټم کې یوازې د دوو ګوتو نښان اخېستل کېدل، خو په‌دغو انتخاباتو کې به د لسو ګوټو نښان اخېستو سربېره د رأیې ورکوونکي عکس هم اخېستل کیږي، څو د انتخاباتو له شفافیت سره مرسته وکړي.
ټاکل شوې چې د را روانې میزان میاشتې په شپږمه، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو او په غزني ولایت کې د ولسي جرګې انتخابات ترسره شي.
د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه که څه هم په انلاین شکل د رایو کارول ښه اقدام بولي، خو وايي چې دغه چاره په افغانستان کې د بشپړ عملي کېدو امکان کم دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید رسنیو ته په دی اړه وویل:
"څو ټکي شته لکه د رأیې خوندیتوب، مالکیت د دغه پروسې ډیټا، د افغانستان حالت جنګي دی، که مخالفین پوهه شي چې ټکنالوژي په انتخاباتو کې کارول کېږي، ویره شته چې په مخابراتي سیسټمونو حملې وکړي."
له دې ټولو سره په د انتخاباتو په ورځ د رأیو د هک کېدو ستونزه هغه څه دي چې د انتخاباتو د څاربنسټونه یې مطرح کوي.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د هک کېدو د مخنیوي لپاره تخینکي ارزونه ترسره کېږي او د نورو ستونزو د هواري لپاره ځانګړي تدابیر په پام کې نیول کېږي.
 
پنجشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۱
د مطلب کود: 184787 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *