د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د هیواد په ګمرکونو او بندرونو کې د اصلاحاتو بهیر د چټکوالي په خاطر غونډه جوړه شوه.
جمهوررئیس غني: د هېواد په ګمرکونو او بندرونو کې دې د اصلاحاتو بهیر چټک شي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 ثور 1398 ساعت 13:53
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د هیواد په ګمرکونو او بندرونو کې د اصلاحاتو بهیر د چټکوالي په خاطر غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې چې نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه، اړوندو مسوولینو د ګمرکونو د عمومي وضعیت په ځانګړي ډول په تورخم بندر کې د ترانسپورټي ستونزو په اړه خپل راپورونه وړاندې کړل.
جمهوررئیس غني د یادو راپورونو له اورېدو وروسته دوی ته لارښوونه وکړه، په ګډه همغږۍ دې د هېواد په ګمرکونو او بندرونو کې د اصلاحاتو، فساد سره د مبارزې او زورواکۍ د مخنیوي بهیر چټک او ژر تر ژره دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته د پایلو راپور ورکړي.
د مطلب کود: 184789