د جنرال ډنفورډ د دې څرګندونو نه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د اوږدمهال پاتې کیدو نښې نښانې معلومیږي. امریکایي چارواکو تر دې وړاندې پدې هکله څه نه و ویلي .
ښاغلي ډنفورډ د کانګریس په یوې غونډې کې وویل " فکر کوم تر څو پورې چې په افغانستان یاغیګري روانه وي، دیته ضرورت دی چې مونږ هلته د تروریزم ضد عسکر ولرو. "
جنرال ډنفورډ پداسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې امریکایي چارواکي په قطر کې د طالبانو د استازو سره د تړلو دروازو تر شا د افغانستان نه په احتمالي توګه د امریکایي عسکرو په وتلو غږیږي.
ځینو طالب او امریکایي چارواکو ویلي دي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د وتلو او دا ضمانت ورکول چې افغانستان به یو ځل بیا د نړیوال تروریزم په ځالې نه بدلیږي، هغه موضوعات دي چې په خبرو کې پرې موافقه شویده.
دواړو خواوو همدرانګه ویلي دي چې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شویدی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.
د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د طالبانو سره په مخامخ خبرو اخته دی او شپږم رونډ خبرې اوس هم روانې دي. ښاغلي خلیلزاد ویلي دي که امریکا ته دا ډاډ ورکړل شي چې نړۍ ته د افغانستان نه کوم خطر ندی موجود، په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو پاتې کیدو ته اړتیا نه وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)