کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډنفورډ: په افغانستان کې د یاغیګرۍ تر ختمیدو نظامي حضور ته اړتیا لرو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 19 ثور 1398 ساعت 14:32

د امریکا د ټولو وسله والو ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډنفورډ وایي تر هغې چې په افغانستان کې یاغیګري په بشپړه توګه نه وي ختمه شوي، ضروري ده چې په هغه هیواد کې امریکایي عسکر پاتې وي.



د جنرال ډنفورډ د دې څرګندونو نه په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د اوږدمهال پاتې کیدو نښې نښانې معلومیږي. امریکایي چارواکو تر دې وړاندې پدې هکله څه نه و ویلي .
ښاغلي ډنفورډ د کانګریس په یوې غونډې کې وویل " فکر کوم تر څو پورې چې په افغانستان یاغیګري روانه وي، دیته ضرورت دی چې مونږ هلته د تروریزم ضد عسکر ولرو. "
جنرال ډنفورډ پداسې وخت کې دا څرګندونې کوي چې امریکایي چارواکي په قطر کې د طالبانو د استازو سره د تړلو دروازو تر شا د افغانستان نه په احتمالي توګه د امریکایي عسکرو په وتلو غږیږي.
ځینو طالب او امریکایي چارواکو ویلي دي چې د افغانستان نه د امریکایي عسکرو د وتلو او دا ضمانت ورکول چې افغانستان به یو ځل بیا د نړیوال تروریزم په ځالې نه بدلیږي، هغه موضوعات دي چې په خبرو کې پرې موافقه شویده.
دواړو خواوو همدرانګه ویلي دي چې په خبرو کې د پام وړ پرمختګ شویدی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.
د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د طالبانو سره په مخامخ خبرو اخته دی او شپږم رونډ خبرې اوس هم روانې دي. ښاغلي خلیلزاد ویلي دي که امریکا ته دا ډاډ ورکړل شي چې نړۍ ته د افغانستان نه کوم خطر ندی موجود، په افغانستان کې به د امریکایي ځواکونو پاتې کیدو ته اړتیا نه وي.
 


د مطلب کود: 184793

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184793/ډنفورډ-په-افغانستان-کې-د-یاغیګرۍ-تر-ختمیدو-نظامي-حضور-ته-اړتیا-لرو

آوا
  https://www.avapress.com