د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ دغه نښته د پنجشنبې پر سهار شپږ بجې( د غویی ۱۹) د حقاني شبکې د ځایي قومندان علم ګل(زرقاوي) او وسلوالو طالبانو د منصور ډلې د ځایي قومندان قاري غمي تر منځ د زکات او عشر پر پیسو رامنځته شوې، چې په کې د قاري غمي د ګروپ دوه تنه وسلوال وژل شوي دي.
په دې وروستیو کې افغان دولت د بېلابېلو وسلوالو شبکو د مالي سرچینو د وچولو هڅې ګړندۍ کړې، چې له کبله یې پر مالي منابعو د یادو ډلو تر منځ اختلاف زیات شوي دي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه ندي ویلي.