دخپریدو نیټه :جمعه ۲۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 184821
کندهار ولایت کې وسله والو طالبانو ته مرګژوبله اوښتي
افغان نظامي چارواکي وایي، د کندهار ولایت په خاکریز او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې د ملي اردو ځواکونو په ملاتړ پر وسله والو طالبانو هوایي حملې ترسره شوې چې په پایله کې یې په خاکریز او شاه ولي کوټ ولسوالیو کې ۲۹ طالب ترهګر وژل شوي دي.
د معلوماتو له مخې د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې د ملي اردو ځواکونو په ملاتړ په دې هوایي بریدونو کې ۲۱ وسله وال ترهګر وژل شوي او۱ تن بل  ژوبل شوی دی. خبر پاڼه زیاتوي چې افغان ځانګړو ځواکونو د دې ولایت په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې هم یوه هوایي حمله ترسره کړې چې پر مهال یې ۸ وسله وال طالبان وژل شوي.
 
https://avapress.com/vdcj8xevvuqeooz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته