کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبانو قطر کې امریکایي پلاوي سره خبرو شپږم پړاو مثبت ارزولي

20 ثور 1398 ساعت 13:30

طالبانو په قطر کې له امریکايي پلاوي سره د خبرو شپږم پړاو چې پرون پای ته ورسېد، مثبت بللی او په دې خبرو کې یې د پرمختګ خبر ورکړی دی.



په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټوېټر په یوه بیان کې لیکلي دي چې د خبرو دا پړاو په ټوله کې مثبت و او دواړو خواوو د یو بل نظریې په حوصله واورېدې.
په بیان کې پرته له دې چې پر جزیاتو رڼا واچول شي، ویل شوي چې په دې پړاو کې د تېرو خبرو پر جوړه شوې مسوده له بحث وروسته په ځینو برخو کې پرمختګ وشو، خو ځینې پاتې دي.
شاهین وايي، اوس به دواړه لوري د بل پړاو تر پیل پورې د اړوندو موضوعاتو او پرمختګونو په اړه سلا مشورې کوي او د راتلونکي پړاو لپاره به تیاري نیسي.
د دې خبر د جوړېدو تر مهاله د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو د چارو وزارت خاص استازي زلمي خلیلزاد او نورو امریکايي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 184822

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184822/طالبانو-قطر-کې-امریکایي-پلاوي-سره-خبرو-شپږم-پړاو-مثبت-ارزولي

آوا
  https://www.avapress.com