دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 184852
ټرمپ د افغان ځواکونو دبودیجې یوه برخه د مکسیکو پر دیوال لګوي
ولسمشر ډونالډ‌ټرمپ د مکسکو په پوله د دیوال جوړولو بودیجه د افغان امنیتي ځواکونو اړوند تړونونو او نور مختلفو سرچینو کې له سپما برابروي.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست پاتریک شاناهان د دغه هېواد او مکسیکو ترمنځ د سرحدي دېوال جوړولو لپاره د دې وزارت د بودیجې ۱،۵ میلیارد ډالر لېږدول تصویب کړي.
یوه امریکایي چارواکي د نوم نه ذکر کولو په شرط رویترز ته ویلي چې، د دیوال لپاره په ځانګړو شویو پیسو کې ۶۰۰ میلونه ډالر هغه پیسې دي چې د افغان ځواکونو ملاتړ لپاره ځانګړې شوې دې.
د ۲۰۱۹ کال لپاره امریکا د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره ۴،۹ میلیارد ډالر بودیجه ځانګړې کړه، چې اوس لدې جملې ۶۰۴ میلونه ډالره د مکسیکو پر دیوال مصرفیږي
دا چارواکی وايي، کومې پیسې چې له دې حساب اېستل کېږي د افغان امنیتي ځواکونو اړوند تړونونو کې له سپما ترلاسه شوې دي.
شاناهان په یوه اعلامیه کې ویلي چې، دا پیسې له مختلفو سرچینو ترلاسه شوې، لکه سپما، پروګرامونو کې بدلون او د پروژو بیا کتنې له لارې ترلاسه شوې دي.
امریکا په مارچ میاشت کې د امریکا د پوځ د بودیجې یو میلیارد ډالر د دغه هیواد او مکسیکو ترمنځ د سرحدي دیوالو د جوړلو لپاره ځانګړي کړل او ولسمشر ټرمپ د یاد دیوال پر جوړولو ټینګار وکړ، خو د کانګریس غړو یې سخت مخالفت وکړ.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdko0fxyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته