کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناڅرګندو وسله والو کابل کې پخوانۍ خبریاله مینه منګل وژلې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 ثور 1398 ساعت 13:47

پخوانۍ خبریاله او د ولسي جرګې د فرهنګې کمېسیون مشاوره مینه منګل نن سهار په کابل کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې وژل شوې ده.


د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل ټوېټر لیکلي چې، اغلې منګل نن شنبه سهار ۷ بجې او ۲۰ دقیقې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې ترور شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.
رحیمي ویلي چې په دې اړه د دوی څېړنې پيل شوي دی

که څه هم تر دا مهاله د نوموړې د ترور انګېزه معلومه نه ده، خو ویل کېږي چې هغه د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې ده.
پر همدې مهال د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه د اغلې منګل مړینه د خبریالۍ په ډګر کې یوه لویه ضایع بولي.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو د ملاتړ بنسټ مرستیال حجت الله مجددي امریکا غږ ته وویل:"له حکومت څخه غواړو چې د دغه لړۍ مخنیوی وکړي، جدي اقدامات وشي، چې دغه لړۍ نوره بنده شي، حکومت باید د خبریالانو امنیت ته جدي پام وکړي."
ښاغلي مجددي زیاته کړه چې یاده پېښې د دوی لخوا هم په جدي ډول څېړل کېږي.
اغلې منګل تر دې مخکې په کابل کې له اریانا، شمشاد او لمر ټلوېزیونونو سره کار کړی دی.
د یادونې وړ ده چې د روان ۲۰۱۹ کاله له پیله تر دا مهاله پنځه افغان خبریالان د نا څرګندو کسانو لخوا وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.
تر دا مهاله پر مینې منګل د حملې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
 


د مطلب کود: 184864

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184864/ناڅرګندو-وسله-والو-کابل-کې-پخوانۍ-خبریاله-مینه-منګل-وژلې

آوا
  https://www.avapress.com