کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سنا مجلس دری تنه انتصابی غړۍ د ولسمشر له لوری معرفی شو

21 ثور 1398 ساعت 14:45

ولسمشر غنی په درو بیلابیلو حکمونو کې د هیواد سنا مجلس دری تنه انتصابی غړۍ معرفی کړ.



 
د آوا په ګزارش سره، محمداکبر استانکزی، لیاقت الله بابکرخیل او محمدولی علیزی د هغه کسانو څخه دی چی د ولسمشر غنی له لوری د سنا مجلس انتصابی غړو په حیث ټاکل شوی دی.
دا کسان د محمد عوض یاری، محمد عثمان رحمانی او محمدنادر صفری پرځای د سنا مجلس انتصابی غړو په حیث ټاکل شوی دی.
په درو بیلابیلو حکمونو کې چی ولسمشر غنی له لوری تیره ورځ جمعه(۳۰ ثور) خپور شوی دی، راغلی دی چی ددی کسانو ټاکل د سنا مجلس انتصابی غړو په حیث د اساسی قانون ۸۴ ماده دریم فقره حکم په اساس صورت نیولی دی.
یادولو وړ دی چی افغانستان سنا مجلس ۱۰۲ نماینده لری چی یو پر دریمه برخه یعنی ۳۴ تنه یی د ولسمشر له لوری ټاکل کیږی چی اساسی قانون په اساس، باید نږدی پنځوس سلنه یی ښځی وی.
 


د مطلب کود: 184868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184868/د-سنا-مجلس-دری-تنه-انتصابی-غړۍ-ولسمشر-له-لوری-معرفی-شو

آوا
  https://www.avapress.com