دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۸
د مطلب کود : 184871
غزنی وکیلان یوځل بیا د سقوط شوی سیمو د بیا نیولو غوښتونکې شو
د غزنی ولایتی شورا غړۍ او رئیس د هیواد دفاع وزیر سره په لیدنه کې د هغو سیمو او ولسوالیو بیرته نیولو غوښتونکې شو چی سقوط کړی او غزنی کې امنیتی ځواکونو تشکیلاتو ډیرولو غوښتونکې هم شوی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، نصیر احمد فقیری؛ غزنی ولایتی شورا رئیس ددی شورا نورو غړیو سره کابل ته د سفر په جریان کې تیره ورځ د اسدالله خالد، ملی دفاع وزیر سره لیدنه وکړه او ددی لیدنې په جریان کې د ټولو سقوط شویو ولسوالیو بیرته نیولو غوښتونکې شوی دی.
همدارنګه دا وکیلان غزنی کې موجود امنیتی ځواکونه کافی نه بولی او امنیتی ځواکونو تکشیلاتو ډیرولو غوښتونکې شو.
دفاع وزیر په دی لیدنه کې ددی غوښتنې عملی کولو وعده ورکړی دی.
یادولو وړ دی چی د غزنی ۱۸ ولسوالیو څخه دولت یواځی په درو ولسوالیو جاغوری، مالستان او ناهور کې پوره تسلط لری او دوه او درو نورو ولسوالیو کې یواځی ولسوالی ساختمانانو کې امنیتی ځواکونه تسلط لری.
همدارنګه د غزنی ډیر ولسوالی په پوره توګه سقوط په حال کې او یا هم طالبانو کنترول کی قرار لری، حتی غزنی مرکز ته نږدی ولسوالی هم لکه جغتو، رشیدان او خواجه عمری هم په پوره توګه سقوط په حال کې دی.
 
https://avapress.com/vdcefe8zzjh8vvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته