کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزنی وکیلان یوځل بیا د سقوط شوی سیمو د بیا نیولو غوښتونکې شو

21 ثور 1398 ساعت 14:58

د غزنی ولایتی شورا غړۍ او رئیس د هیواد دفاع وزیر سره په لیدنه کې د هغو سیمو او ولسوالیو بیرته نیولو غوښتونکې شو چی سقوط کړی او غزنی کې امنیتی ځواکونو تشکیلاتو ډیرولو غوښتونکې هم شوی.



د آوا په ګزارش سره، نصیر احمد فقیری؛ غزنی ولایتی شورا رئیس ددی شورا نورو غړیو سره کابل ته د سفر په جریان کې تیره ورځ د اسدالله خالد، ملی دفاع وزیر سره لیدنه وکړه او ددی لیدنې په جریان کې د ټولو سقوط شویو ولسوالیو بیرته نیولو غوښتونکې شوی دی.
همدارنګه دا وکیلان غزنی کې موجود امنیتی ځواکونه کافی نه بولی او امنیتی ځواکونو تکشیلاتو ډیرولو غوښتونکې شو.
دفاع وزیر په دی لیدنه کې ددی غوښتنې عملی کولو وعده ورکړی دی.
یادولو وړ دی چی د غزنی ۱۸ ولسوالیو څخه دولت یواځی په درو ولسوالیو جاغوری، مالستان او ناهور کې پوره تسلط لری او دوه او درو نورو ولسوالیو کې یواځی ولسوالی ساختمانانو کې امنیتی ځواکونه تسلط لری.
همدارنګه د غزنی ډیر ولسوالی په پوره توګه سقوط په حال کې او یا هم طالبانو کنترول کی قرار لری، حتی غزنی مرکز ته نږدی ولسوالی هم لکه جغتو، رشیدان او خواجه عمری هم په پوره توګه سقوط په حال کې دی.
 


د مطلب کود: 184871

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184871/غزنی-وکیلان-یوځل-بیا-د-سقوط-شوی-سیمو-نیولو-غوښتونکې-شو

آوا
  https://www.avapress.com