دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 184872
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې سکاټلنډ مات کړ
د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې تېره ورځ (جمعه د غوايي په ۲۰مه) وتوانېد په دویمه یو ورځنۍ لوبه کې سکاټلنډ ته ماته ورکړي.
په دغې لوبه کې د سکاټلنډ ملي لوبډلې د اوو لوبغاړو له سوځېدو او د ۵۰ اورونو له لوبولو سره افغان لوبډلې ته ۳۲۵ منډې هدف وټاکه.
د سکاټلنډ لپاره کالم مکلېوډ او کوټرزر ښه وځلېدل چې په ترتیب سره یې ۱۰۰ او ۷۹ منډې جوړې کړې.
د لوبې په دویمې پاڼۍ کې افغان لوبډلې د ۴۵ اورونو په لوبولو او درې لوبغاړو له سوځېدو سره وتوانېدل چې ۲۶۹ منډې جوړې کړي خو د باران د اورېدو له امله لوبه ودرول شوه چې د دغو سیالیو جوړونکي کادر د کرېکټ د نړیوالې شورا د قوانینو پر بنسټ، افغانستان یې ګټوونکی اعلان کړ.
که‎څه هم لوبه د تېر باران د اورېدو له امله ودرول شوه، خو د کرېکټ د یاد شوي نړیوال سیستم له مخکې افغان لوبډله له سکاټلنډۍ لوبډلې دوه منډې مخته شوه او پر همدې بنسټ د هېواد د کرېکت ملي لوبډله کټوونکې اعلان شوه.
د توپوهنې په برخه کې د افغانستان لپاره رحمت شاه ښه وځلېد او ۱۱۳ منډې یې جوړې کړې خو حشمت الله شهیدي او شهزاد محمدي هم ښه وځلېدل چې په ترتیب سره یې ۵۹ او ۵۵ منډې جوړې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې د دغو دو لوبډلو ترمنځ لومړنۍ ۵۰ اوریزه لوبه د باران د اورېدو له امله لغوه شوې وه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfejdy0w6dcca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته