دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۸
د مطلب کود : 184877
لودیځی هیوادونه دې دافغان کډوالو په وړاندې پخپلو دندو عمل وکړی
عراقچی ددې خبرې په کولو سره چې څلویښت کلونه کیږی ، ایران دخپلو افغان وروڼو او خویئندو کوربه دی ،ټینګار کړی،امریکایان اولویدیځوال دافغانستان د خلکو دکډوالۍ لامل دی او باید دا توقع ونشی،چې یوازې ایران ددغه کار لګښت ورکړی.
د اسلامی ایران  مرستیال خارجه وزیرعباس عراقچی  وئیلی دی ،لویدیځی هیوادونه په افغانستان کې د ډیرو مشکلاتو لاملونه دی  اوباید  دافغان کډوالو  په وړاندې دې پخپل مسئولیتونو عمل وکړی .

سیدعباس عراقچی د افغان کډوالو په باب  دهغه له وروستیو څرګندونو ناسم اخستون ته په اشارې سره  وئیلی دی ،له ایرانه د افغان کډوالو د ویستلو او بیرته ستنولو بحث مطرح نه دی،خو هغه کسان چې  په افغانستان کې د ډیرو مشکلاتو اوترینګلتیاؤ لامل دی ،باید پخپل مسئولیت عمل وکړی .
https://avapress.com/vdca0yn6049naa1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته