عراقچی ددې خبرې په کولو سره چې څلویښت کلونه کیږی ، ایران دخپلو افغان وروڼو او خویئندو کوربه دی ،ټینګار کړی،امریکایان اولویدیځوال دافغانستان د خلکو دکډوالۍ لامل دی او باید دا توقع ونشی،چې یوازې ایران ددغه کار لګښت ورکړی.
لودیځی هیوادونه دې دافغان کډوالو په وړاندې پخپلو دندو عمل وکړی
21 ثور 1398 ساعت 15:48
عراقچی ددې خبرې په کولو سره چې څلویښت کلونه کیږی ، ایران دخپلو افغان وروڼو او خویئندو کوربه دی ،ټینګار کړی،امریکایان اولویدیځوال دافغانستان د خلکو دکډوالۍ لامل دی او باید دا توقع ونشی،چې یوازې ایران ددغه کار لګښت ورکړی.
د اسلامی ایران مرستیال خارجه وزیرعباس عراقچی وئیلی دی ،لویدیځی هیوادونه په افغانستان کې د ډیرو مشکلاتو لاملونه دی اوباید دافغان کډوالو په وړاندې دې پخپل مسئولیتونو عمل وکړی .
سیدعباس عراقچی د افغان کډوالو په باب دهغه له وروستیو څرګندونو ناسم اخستون ته په اشارې سره وئیلی دی ،له ایرانه د افغان کډوالو د ویستلو او بیرته ستنولو بحث مطرح نه دی،خو هغه کسان چې په افغانستان کې د ډیرو مشکلاتو اوترینګلتیاؤ لامل دی ،باید پخپل مسئولیت عمل وکړی .
د مطلب کود: 184877