دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 184893
کندهار کې د داعش ډلې د جلب و جذب قوماندان نیول شوی
د ملي امنیت ځواکونوپه کندهار کې د داعش ډلې د جلب و جذب قوماندان نيولی.
د کندهار والي حیات الله حیات د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې ملا عبدالسلام د داعش ډلې له لېکو سره د يو ځای کېدونکو کسانو سره د ليدنې لپاره کندهار ته راغلی و، اصلي د کونړ اوسېدونکی او د داعش ډلې د سل کسیز ګروپ مشري کوي چې پاکستان ته د اوښتو پر مهال تېره اوونۍ په کندهار کې نېول شوی.
ښاغلي حیات زیاته کړه:
"له دې جملې څخه يو هم د عبدالسلام په نامه د داعش قوماندان دی اصلاً د کونړ ولايت دی او هلته ۱۰۰ تنه د ده تر رهبرۍ لاندې فعاليتونه ترسره کوي، کندهار ته راغلی، څو دلته هم د داعش ليکو ته د جذب لپاره د خلکو زمينه برابره کړي."
د داعش ډلې نیول شوي قوماندان ملا عبدالسلام رسنیو ته وویل چې د تېرو څلورو کلونو راهیسې په کوڼر کې د داعش ډلې سره همکاره دی.
د داعش ډلې د نیول شوي قوماندان سره یو ځای د کندهار په ملي امنیت ریاست کې شاوخوا ۱۹ وسله‌وال طالبان چې د چارواکو په وینا د هدفي وژنو یو ګروپ هم په‌کې شامل دي خبریالانو ته وښودل شول.

د کندهار د ملي امنیت رئیس برکت الله څمکني په‌دې اړه رسنیو ته وویل چې د افغانستان ځینې ګاونډيان لا هم جنوبي سيمو ته د جګړې د دوام لپاره وسله‌وال لېږي او هغوی ته امکانات برابروي.
دا په تېرو درېیو کلونو کې دوهم ځل دی چې کندهار کې د داعش ډلې سره په تړاوو یو شمېر کسان نیول کېږي.
چارواکي وايي، د داعش فعاليت په جنوبي سيمو کې د عقدوي اختلافونو له امله ناشونی دی.
وسله‌والو طالبانو او داعش ډلې تراوسه د نیول شویو کسانو په اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci35azpt1avv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته