دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 184898
کندز او ارزگان کې د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال۱۹طالبان وژل شوي او څو اډې یې له منځه تللې
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په کندز او ارزګان ولایتونو کې افغان ځانګړو ځواکونو هوایي او ځمکني عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۹ طالب وسله وال وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان شوي او ګڼې وسلې ور څخه نیولې شوي دي.
د افغانستان دفاع وزارت وایي، په کندز او ارزګان ولایتونو کې افغان ځانګړو ځواکونو هوایي او ځمکني عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۹ طالب وسله وال وژل شوي، ۱۱ تنه ټپیان شوي او ګڼې وسلې ور څخه نیولې شوي دي.
د افغانستان د فاع وزارت د خبر پاڼې له مخې:”د هیواد هوایي ځواکونو د دفاعي او امنیتي قواوو د ملاتړ په موخه د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ په اسماعیل قشلاق او کم قول کلیو کې ۷ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۳ تنه ټپيان، ۲ قرارګاه، ۲ پټنځایونه او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي دي”.
خبر پانه زیاتوي،” د ملي اردو د ځانګړو ګډو کمانډویي عملیاتو په پایله کې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې ١٢ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ٨ تنه ټپیان، ٣ میله کلاشینکوف، ٢ میله ام ١٦، یو راکټ، ٢ مخابرې، د ماینو ٣٧ پلیتونه، ١٧ کړۍ ماینونه لاسته راغلي، د ماین جوړولو یو فابریکه او ٤٢ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي”.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdno0fjyt0jj6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته