کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جوزجان فیض آباد ولسوالی کې د طالبانو ټاکل شوی ولسوال ونیول شول

22 ثور 1398 ساعت 12:50

ملی امنیت ریاست اعلام کړ چی مولوی عبیدالله د طالبانو تروریستی ډلې ولسوال د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوالی کې نیول شوی دی.



 
د آوا په ګزارش سره، ملی امنیت عمومی ریاست خاص قطعات ځواکونه مولوی عبیدالله د طالبانو نومول شوی ولسوال د جوزجان ولایت شبرغان ښار مربوطاتو څخه نیولی دی.
د ملی امنیت معلوماتو په اساس، مولوی عبیدالله د مستعار حنفی په نامه د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوالی لپاره طالبانو نومول شوی ولسوال دی.
سرچینه زیاتوی چی مولوی عبیدالله حنفی چی غوښته د تروریستی فعالیتونو په مقصد شبرغان ښار ته دننه شی د ملی امنیت عمومی ریاست خاصو قطعاتو له لوری شناسایی او نیول شوی دی.
 


د مطلب کود: 184904

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184904/د-جوزجان-فیض-آباد-ولسوالی-کې-طالبانو-ټاکل-شوی-ولسوال-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com