دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۰
د مطلب کود : 184904
د جوزجان فیض آباد ولسوالی کې د طالبانو ټاکل شوی ولسوال ونیول شول
ملی امنیت ریاست اعلام کړ چی مولوی عبیدالله د طالبانو تروریستی ډلې ولسوال د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوالی کې نیول شوی دی.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ملی امنیت عمومی ریاست خاص قطعات ځواکونه مولوی عبیدالله د طالبانو نومول شوی ولسوال د جوزجان ولایت شبرغان ښار مربوطاتو څخه نیولی دی.
د ملی امنیت معلوماتو په اساس، مولوی عبیدالله د مستعار حنفی په نامه د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوالی لپاره طالبانو نومول شوی ولسوال دی.
سرچینه زیاتوی چی مولوی عبیدالله حنفی چی غوښته د تروریستی فعالیتونو په مقصد شبرغان ښار ته دننه شی د ملی امنیت عمومی ریاست خاصو قطعاتو له لوری شناسایی او نیول شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcbgab8arhbw9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته