کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

غزني کې څلور تنه د تروریستي فعالیتونو په تړاو ونیول شول

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 22 ثور 1398 ساعت 13:18

د غزني ولایت د ملي امنیت ریاست زړورو منسوبینو له تیرو دوو ورځو راهیسي د مرکز غزني له اړوندو څخه څلور تنه د تروریستي فعالیتونو په تړاو نیولي
دي.



نیول شوي کسان هریو عبدالوارث د مرکز غزني اړوند د قدم خان کلا اوسیدونکی او د طالب سرګروپ مزمل د ډلي اړوند، محمد ایاز د مرکز غزني اړوند د آرزو کلي اوسیدونکی او د طالبانو د استخباراتو د مسئول ملا وکیل مشهور په حفیظ د ډلي اړوند، امید د مرکز غزني اړوند د زاړه ښار اوسیدونکی او د طالب سرګروپ قاری احسان مشهور په الهام د ډلي اړوند او عزت الله د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ د ترګان اوسیدونکی چې د طالب قومندان ملاکیبل د ډلي اړوند دي. نیول شوي کسان په غزني ښار او شاوخوا ولسوالیو کې په ګڼو ترورونه او د مقناطیسي مایسنونو د ځای پر ځای کولو پیښو کې لاس لري چې په نیولو سره به یې د مرکز غزني امنیت لا ښه او مثبت تغیرات پکي راشي
 


د مطلب کود: 184908

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184908/غزني-کې-څلور-تنه-د-تروریستي-فعالیتونو-په-تړاو-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com