دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 184908
غزني کې څلور تنه د تروریستي فعالیتونو په تړاو ونیول شول
د غزني ولایت د ملي امنیت ریاست زړورو منسوبینو له تیرو دوو ورځو راهیسي د مرکز غزني له اړوندو څخه څلور تنه د تروریستي فعالیتونو په تړاو نیولي دي.

نیول شوي کسان هریو عبدالوارث د مرکز غزني اړوند د قدم خان کلا اوسیدونکی او د طالب سرګروپ مزمل د ډلي اړوند، محمد ایاز د مرکز غزني اړوند د آرزو کلي اوسیدونکی او د طالبانو د استخباراتو د مسئول ملا وکیل مشهور په حفیظ د ډلي اړوند، امید د مرکز غزني اړوند د زاړه ښار اوسیدونکی او د طالب سرګروپ قاری احسان مشهور په الهام د ډلي اړوند او عزت الله د غزني ولایت د جغتو ولسوالۍ د ترګان اوسیدونکی چې د طالب قومندان ملاکیبل د ډلي اړوند دي. نیول شوي کسان په غزني ښار او شاوخوا ولسوالیو کې په ګڼو ترورونه او د مقناطیسي مایسنونو د ځای پر ځای کولو پیښو کې لاس لري چې په نیولو سره به یې د مرکز غزني امنیت لا ښه او مثبت تغیرات پکي راشي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxjdycw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته