کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار ولایت کې د داعش ډلې یوه قومندان په ګډون ۱۹ تنه وسله وال طالبان نیول شوی دی

22 ثور 1398 ساعت 13:47

د کندهار والي وایي، په دغه ولایت کي د ملي امنیت ځواکونو له لوري د داعش ډلې د یوه قومندان په ګډون ۱۹ وسله وال طالبان نیول شوي دي.



د کندهار والي حیات الله حیات پرون  شنبه د ثور میاشتې په ۲۱ یوه خبري کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل:” دغه تروريستي ۲۰ کسيزه شبکه د کندهار د ملي امنيت د رياست د بيداره او ويښو منسوبينو لخوا د تېرو لسو ورځو په جريان کي نيول سوې، چي دوئ پلان درلود څو په کندهار ښار او يو شمېر ولسواليو کي د روژې د مبارکي مياشتي د رارسېدو په خاطر د دولت او افغان مظلوم ولس پر ضد خپل شوم فعاليتونه سازماندي او ترسره کړي”.
د کندهار ولایت مقام د رسنیز دفتر خبر پاڼه کې راغلي:” د يادي شبکې غړي پر ۳ ډوله دي ؛ چي يوې ډلي يې په ښار کي تروريستي فعاليتونه ترسره کول ( قومي مشران او دولتي مامورين ) یي په نښه کول او ترور کول يې، بله ډله يې مسلح طالبان دي، چي په يو شمېر ولسواليو کي د جګړې پرمهال نيول سوي دي او دريمه ډله هغه مخالفين دي، چي په نورو ولايتونو کي يې تروريستي فعاليتونه سرته رسول”.
په خبر پاڼه کې راغلي چې په دغو نیول شو ترهګرو کې یو د عبدالسلام په نامه د داعش قومندان، د کونړ ولايت اوسیدونکی دی چې په کندهار کې د داعش ډلې د جلب او جذب مسول وو شامل دی.
د کندهار والي حیات الله حیات رسنیو ته په خبرو کې ویلي چي ټولو نيول سوو مخالفينو په خپلو جرمنو اعتراف هم کړی دی او د قانون په رڼا کي به سزا ورته ورکړل شي.
 


د مطلب کود: 184914

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184914/کندهار-ولایت-کې-د-داعش-ډلې-یوه-قومندان-په-ګډون-۱۹-تنه-وسله-وال-طالبان-نیول-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com