کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیا کې ماین چاودنې امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې

اریانا نیوز , 22 ثور 1398 ساعت 16:12

امنیتي چارواکي وایي، چې په اریوب ځاځي ولسوالۍ کې د سړک غاړې بمي چاودنې دری امنیتي سرتېرو ته مرګ و ژوبله اړولې ده.



د پکتیا د امنیه قومنداني ویاند سرادار ولي تبسم آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې نن یکشنبه( د غویی ۲۲) د اریوب ځاځي ولسوالۍ اړوند په خیرمنه سیمه کې د ملي اردو پر موتر ماین چاودنه شوې ده.
 نوموړي زیاته کړې، چې په یاده چاودنه کې یو د ملي اردو سرتېر او یو سیمه ییز پولیس وژل شوي او د ملي اردو یو سرتېری ټپي دی.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.
 


د مطلب کود: 184927

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184927/په-پکتیا-کې-ماین-چاودنې-امنیتي-سرتېرو-ته-مرګ-ژوبله-اړولې

آوا
  https://www.avapress.com