د پکتیا د امنیه قومنداني ویاند سرادار ولي تبسم آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې نن یکشنبه( د غویی ۲۲) د اریوب ځاځي ولسوالۍ اړوند په خیرمنه سیمه کې د ملي اردو پر موتر ماین چاودنه شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، چې په یاده چاودنه کې یو د ملي اردو سرتېر او یو سیمه ییز پولیس وژل شوي او د ملي اردو یو سرتېری ټپي دی.
وسلوالو طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي.