دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۳۶
د مطلب کود : 184938
جوزجان کې د طالبانو تش په نوم ولسوال نیول شوی
د جوزجان ولایت د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د دغه ولایت په مرکز شبرغان کې عملیات ترسره کړي چې، په ترڅ کې یې د مولوي عبیدالله په نوم د دغه ولایت د فیض اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال نیولی.

د یاد ولایت د ملي امنیت چارواکي وایي چې، عبیدالله چې مستعار نوم یې (حنفي) دی د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو لخوا نیول شوی.
د ملي امنیت په اعلامیه کې راغلي چې، نوموړی مرکز شبرغان ته د ترهګریزو فعالیتونو لپاره راغلی و چې وروسته د ملي امنیت د ځانګړو لخوا ونیول شو.
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د افغان امنیتي ځواکونو دا ادعا ردوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcip5azvt1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته