دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۸:۴۰
د مطلب کود : 184943
داعش د افغانستان د راتلونکې لپاره ګواښ او د سولې خنډ دی
د مشرانو جرګې مسوولین وايي، چې داعش د افغانستان د راتلونکې لپاره ستر ګواښ او د سولې په خبرو کې لوی خنډ دی.

د طالب استازیو او زلمي خلیلزاد تر منځ د سولې شپږم پړاو خبرې پای ته رسیدلي؛ خو د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د دغو خبرو په اړه اندېښنه لري.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال وايي چې داعش د افغانستان د راتلونکي او سولې د خبرو لپاره ستر ګواښ بلل کیږي چې په وینا یې امریکا باید دغې ستونزې ته جدي پام وکړي.
 د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وايي، که امریکا په افغانستان کې له داعش سره مبارزې ته جدي پام ونکړي؛ په هېواد کې ترهګري پای نه مومي.
 د مشرانو جرګې هم له امریکا وغوښتل، چې له افغانانو سره په خپلو ژمنو ودریږي او د خلکو د غوښتونو خلاف ګامونه اوچت نکړي.
د مشرانو جرګې اداري پلاوی هم په امریکا غږ کوي چې له افغانستان سره په کړیو ژمنو د ودریږي او داسې ګامونه اوچت نه کړي د افغانانو د ارادې خلاف وي.
د مشرانو جرګې منشي فیصل سمیع وایي؛ که امریکا له مونږ د افغانستان له خلکو سره رښتینې ملګرې وي؛ نو خپله ملګرتیا دې په ډاګه کړي او پر ترګرو دې د ډاډ وړ فشارونه رامنځته کړي. په یوه لاس دوه هندواڼې نه نیول کیږي او دا کار ناشونی دی.
د مشرانو جرګې رييس فضل الهادي مسلمیار هم له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو ته اندېښنه ښيي او وايي، چې د سولې خبرې باید له افغانانو پټې ونه ساتل شي.
د مشرانو جرګې غړي وايي، چې په دې وروستیو کې د ولسي وګړیو مرګ و ژوبله ډېره شوې؛ د وسلوالو طالبانو په بریدونو او د افغان دولت لخوا په شپنیو عملیاتو کې عام ولس زیانمن کیږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceee8zxjh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته