دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۳
د مطلب کود : 184947
چارواکي: فراه کې د طالبانو تش په نوم ولسوال وژل شوی
د فراه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال په شمول پنځه تنه طالب جنګیالي د هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل چې، پرون یک شنبه له غرمې وروسته د هرات ولایت د کوه زور ولسوالۍ اړوند خواجه مر سیمه کې هوایي برید ترسره شوی، چې په ترڅ کې یې د حافظ عبدالحق په نوم د طالبانو تش په نوم ولسوال په شمول پنځه طالب وسله وال وژل شوي دي.
د نوموړي له قوله، پدې برید کې د وسله والو طالبانو یو عراده سراچه موټر هم په بشپړ ډول ویجاړ شوی.
بلخوا د کندهار امنيه قومندان تورن جنرال تادين وویل چې، وسله والو وړمه شپه د ښوراوک ولسوالۍ د سروڅاهانو په سیمه کي د سرحدي پولیسو پر قرارګاه بریدونه کړي او پرمهال اووه وسله وال وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
یوې سرچینې یک تلویزیون ته وویل چې، په جګړه کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci55azyt1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته