دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۲
د مطلب کود : 184949
د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال په غزني او هرات کې ۳۳ ترهګرو ته مرګ ژوبله اوښتې
نظامي چارواکي وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال په غزني او هرات ولایتونو کې ۲۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.
نظامي چارواکي وایي، د افغان ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال په غزني او هرات ولایتونو کې ۲۵ طالب وسله وال وژل شوي او ۸ نور ژوبل شوي دي.
خامه پریس خبري اژانس ته د را لېږل شوې خبر پاڼې له مخې، افغان ځانګړو ځواکونو د غزني ولایت په مربوطاتو کې د کندهار- کابل په لویه لاره عملیات کړي چې پر مهال یې ۱۷ طالب وسله وال وژل شوي او ۸ تنه نور ژوبل دي.
د خبر پاڼې په حواله افغان ځانګړو ځواکونو دهرات ولایت په شینډنډ ولسوالۍ کې هم هدفمنده هوایي حمله کړې چې په پایله کې یې ۶ طالب ترهګر وژل شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayyn6o49nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته