دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۷
د مطلب کود : 184953
چارواکې: کج آب کې طالبانو دوهم ځل برید احتمال شتون لری
میدان وردک ولایت کې سیمه ایز چارواکې ددی ولایت بهسود ولسوالی ځینو برخو باندی د طالبانو دوهم ځل برید څخه اندیښنه ښودلی او وایی، د دوو ورځو په تیریدو سره تراوسه هم دولت د طالبانو کنترول لاندی سیمو بیرته نیولو لپاره اقدام نه دی ترسره کړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، حسین علی بلیغ؛ د میدان وردک ولایتی شورا غړۍ د افغان غږ خبری آژانس خبرګزاری ته وایی چی د دوو ورځو راهیسی د هغو تپو څخه چی جنګی استراتژیک لحاظه ډیر مهم دی د طالبانو کنترول کې قرار لری او دولت ددی تپو بیرته نیولو لپاره اقدام نه دی کړی.
د ولایتی شورا دا غړۍ په وینا مسلح کوچنیان خپل کورنیو غړو نه شتون سره ددی ولسوالی په کلیو کې شتون لری او د خلګو زراعتی ځمکې تخریب کړی دی.
ښاغلی بلیغ زیاته کړه: د ۹۰ کورنیو څخه ډیر د طالبانو بریدونو له امله مالی زیان لیدلی خو سیمه ایز اداره او پیښو ته رسیدګی کمیته هیڅ مرسته د هغوی سره نه دی کړی.
 
https://avapress.com/vdcftjdymw6dc1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته