دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 184965
سؤیل ختیځ زون کې د ۲۰۳ تندر قول اردو او غوڅ ملاتر قومندانانو غزني ته سفر وکړ
په سؤیل ختیځ زون کې د ملي اردو د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندان جنرال دادان لونګ او د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال اډمیرال نن له غرمي مخکي د یوه سفر په ترڅ کې غزني ولایت ته راغلل.

له دغه سفر څخه موخه په غزني کې د روان امنیتي وضعیت، د ترسره شوبو عملیاتونو او د وسله والو د ځپلو د روانو چارو ارزونه، د ضعف او قوت د ټکو تشخیص، د نورو اقدامانو د غوره تطبیق لپاره سلا مشوري او د امنیتي ځواکونو اړتیاوو ته رسیدګي وه.
د غزني والي وحیړالله« کلیمزي» په ګډه جوړه شوي ناسته کې د امنیت په برخه کې د وروستیو میاشتو لاسته راوړني وستایلي او ټینګار یې وکړ چې د دي ولایت په امنیتی وضعیت کې خورا ښه بدلونونه رامنځته شوي دي.
د غزني والي د پوځي ځمکنیو او هوایې عملیاتو په ترسره کولو کې د ملکي کسانو د مصئونیت په برخه کې د ۲۰۳ تندر قول اردو او سؤیل ختیځ زون کې د غوڅ ملاتړ له قومندانانو څخه د دقت غوښتنه وکړه.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciq5azwt1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته