دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 184967
په لوګر کې د طالبانو د عشر او زکات د ټولولو مسوول ونیول شو
د لوګر پولیسو ویلي، چې تېره شپه د ملي پولیسو ځانګړیو ځواکونو د لوګر ولایت په محمد آغه ولسوالۍ کې د طالبانو د ځپلو په موخه ځانګړي عملیات ترسره کړي، چې په کې د وسلوالو طالبانو د عشر او زکات د ټولولو او جلب او جذب مسوول نیول شوی دی.


د لوګر امنیه قومندانۍ ویاند شاپور احمدزي آریانانیوز ته څرګنده کړې، چې نیول شوی کس عبادالله نومېږي او په بېلابېلو وسلوالو غلاوو او د ملکي خلکو په ځورونه کې یې لاس درلود.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaiyn6049nao1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته