د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزانو ټاکنو د کاندیدانو شورا د یوې طرحې په وړاندې کولو سره د جوزا میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته د«سرپرست حکومت» غوښتنه کړې ده.
کاندیدان: د جوزا تر لومړۍ نېټې وروسته دي سرپرست حکومت رامنځته شي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 23 ثور 1398 ساعت 13:46
د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزانو ټاکنو د کاندیدانو شورا د یوې طرحې په وړاندې کولو سره د جوزا میاشتې تر لومړۍ نېټې وروسته د«سرپرست حکومت» غوښتنه کړې ده.
په دغه شورا کې چې را تلونکو ټاکنو ته د ولاړو ۱۸ کاندیدانو له ډلې ۱۱ تنه شامل دي، تېره ورځ یې په دې اړه د افغان حکومت مشرانو ته دوه وړاندیزونه کړي دي.
په دغه طرحه کې راغلي:"په هغه صورت کې که چیري اوسنی ولسمشر راتلونکو ټاکنو ته له درېدو څخه تېر شي، کولای شي بېله د کوم قانوني میکانیزم له طی کولو د ۱۳۹۸ کال د جوزا میاشتې له لومړۍ نېټې بېله کومې وقفې، تر ټاکل شوي نېټې سرپرستۍ ته دوام ورکړي."
ټاکل شوې وه د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې پر ۳۱مه تر سره شوي وای، خو د پنځو میاشتو په ځنډېدو سره تمه ده چې د دغه کال د مېزان میاشتې پر ۶مه تر سره شي.
د دغه کاندیدانو په دوهم وړاندیز کې راغلي، چې ولسمشریزو ټاکونو ته د ولاړو کاندیدانو له ډلې او د سیاسي احزابو لخوا پر شرایطو بربر کسان هم کولای شي د سرپرست حکومت بست ته ځان کاندید کړي.
یادې شورا خبرداری ورکړی که چیري د ملي یووالي حکومت مشران وغواړي د جوزا میاشتې له لومړۍ نیټې څخه نور هم خپل کار ته دوام ورکړي، د دغه «غیر قانوني» کار پایلې به د هغوی په غاړه وي.
د ولسمشریزو ټاکنو کاندیدان یاده غوښتنه پر داسې مهال کوي، چې د افغانستان سترې محکمې روانه میاشت د ولسمشر غني د کاري مودې دوام د ټاکنو د تر سره کېدو تائید کړ.
د ولسمشر غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي بیا د یادې شورا له غړو غوښتي چې اساسي قانون په دقیقه توګه مطالعه کړي.
د مطلب کود: 184968