دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۱
د مطلب کود : 184970
عبدالله: طالبانو غوښتل چې پر یو شمېر لویو ښارونو بریدونه وکړي خو امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله
د ملي یوالي حکومت اجرائیه رئیس داکټر عبدالله عبدالله نن دوشنبه د ثور به ۲۳ مه له رسنیو سره په خبرو کې ویلی چې طالبانو د خپلو پسرلنیو عملیاتو په لړ کې د افغانستان په یو شمېر لویو ښارنو د حملو پلان درلود، خو افغان امنیتي ځواکونو يې مخه نیولې ده.

د افغانستان حکومت اجرئیه رئیس د افغان امنیتي او دفاعي ځواکو کړنې ستایلي او ویلي یې دي سره له دې چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه سختې دندې پر مخ وړي خو بیا هم بریالي دي.
نوموړي وایي
“جګړه دوام لري، د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو هلې ځلې ستایم، دوی د ټولو ستونزو سره- سره د خپلو خلکو نه دفاع کوي او خپل ملي مسؤلیت ادا کوي، د دفاعي او امنیتي ځواکونو له لوري د طالبانو د لویو حملو چې دوی په روژه او همدا شان د خپلو پسرلنیو عملیاتو په لړ کې پلان کړې وې، څو په لویو ښارونو يې وکړي مخه نیول شوې ده.”
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcefe8z7jh8voi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته