دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
د مطلب کود : 184974
یوناما په روژه کې د تاوتریخوالي په زیاتیدو اندیښنه ښودلې
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر " یوناما" په یوه اعلامیه کې، چې نن د دوشنبې په ورځ ( ثور۲۳ مه) یې خپره کړې پر ملکیانو باندې د روژې په لومړۍ اونۍ کې د ښکیلو غاړو ترمنځ د نښتو د اغیزو په اړه ژوره اندیشنه څرګنده کړې ده.

" یوناما" په دغه اعلامیه کې د طالبانو له خوا د می د میاشتې په اتمه په کابل کې د کونټرپارټ انټرنیشنل غیر حکومتي موسسې د برید یادونه کړې او دا برید یې پر ملکیانو یو قصدي برید بللی او په قصدي ډول د ملکیانو په نښه کول یې په سختو ټکو غندلي دي.
افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر" یوناما" ویلي، چې په دې برید کې ۶ ملیکان وژل شوي او ۲۸ نور ژوبل شوي وو.
په افغانستان کې د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو دا بریدونه د توجیه وړ نه دي بللي.
ښاغلي یاماموتو ویلي " له توپیر پرته په قصدي ډول پرملکیانو برید په هیڅ ډول د توجیه وړ نه دی".
طالبانو د می د میاشتې په اتمه په کابل کې د کونټرپارټ انټرنیشنل موسسې په دفتر برید مسولیت په غاړه اخیستی وو او ادعا یې کړې وه، چې دا موسسه د افغان حکومت سره یو ځای په افغانستان کې د امریکا د اشغال د غځولو لپاره کارکوي.
د کاونټرپارټ موسسې چارواکو د طالبانو دا ادعا په کلکه رده کړې ده.
د دغې موسسې یو چارواکي امریکا غږ اشنا ته ویلي، چې دا موسسه په افغانستان کې د سولې د بهیر د پیاوړي کیدو او د ټاکنو د څارنې په برخه کې فعالیت کوي.
ښاغلی یاماموتو هم ویلي، چې د کونټرپارټ په موسسې د برید اصلي قربانیان افغانان وو.
ښاغلي یاماموتو ویلي " دا برید په ښکاره او قصدي ډول پر یوې داسې پرمختیایي موسسې، ترسره شوی چې د ملکي د وګړو د ژوند د ښه کیدو لپاره هڅې کوي. "
د کابل د برید وړاندې وسله والو طالبان د بغلان په امنیه قومندانۍ ځانمرګی بریدونه کړي وو، چې د یو شمیر ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ملکیانو ته هم تلفات رسیدلي وو..
همداشان "یوناما" ویلي، چې دا اداره په فعال ډول د هغو ادعاوو پلټنه هم کوي، چې ګواکې د نړیوالو ځواکونو لخوا د نشه یي توکو د تولید د مرکزونو په وړاندې د رپوټ شویو هوایي عملیاتو له کبله په فراه او نیمروز ولایتونو کې ملکیانو ته تلفات اوښتي دي.
یوناما وايي، دغو سیمو ته لاس رسی اسانه ندی او ګڼې عملیاتي ننګونې موجودې دي، چې د دغو عملیاتو په لړ کې ملکیانو ته د رسیدلي زیان څرنګوالی معلوم کړی شي.
یوناما ویلي د امنیت شورا لخوا ورکړل شوی ماموریت ته به په بې پرې ډول دوام ورکړي.
یوناما یوځل بیا د شخړې په ټولو اړخونو غږ کړی، چې د روژې په میاشت کې جګړه ودروي او دملکي وګړو د خوندیتوب په تړاو خپلې ژمنې عملي کړي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciy5az5t1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته