دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 184982
طالبانو د پکتیکا مټاخان کې ۱۵ ملي پولیس وژلي
د پکتيکا ځيني دولتي سرچينې وايي چې ددغه ولايت په مېټا خان ولسوالۍ کې د زرمت – ښرنې پر لاره پر تازه جوړو شويو امنيتي پوستو د وسله والو طالبانو په ډله ييز بريد کې لږ تر لږه پنځلس پوليس وژل شوي او نږدې شل ډېر ټپيان دي.

که څه هم د پکتيکا امنيتي منسوبين په دغه بريد کې د پوليسو تلفات کم ښيي خو ددغه ولايت د عامې روغتيا رياست ځينې سرچينې تاييدوي چې د تېرې شپې د «غوايي پر ۲۲مه»په بريد کې ۳۴ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې باوري سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، امريکاغږ ته وويل چې له ياد بريد څخه نن سهار د ښرنې ولايتي ملکي روغتون ته د ۱۵ پوليسو او د ۶ طالبانو مړي او ۱۹ نور پوليس په ټپي حالت ور وړل شوي.
سرچينې زياته کړه چې په وژل شويو پوليسو کې د پکتيا – پکتيکا ترمنځ د غځېدلې لارې په اوږدو کې د تازه جوړو شويو امنيتي پوستو قوماندان رسول خان هم شامل دی.
خو د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ وياند شاه محمد ارين بيا د پوليسو ياد تلفات نه تاييدوي او وايي چې د تېرې شپې په بريد کې درې پوليس او شپږ وسله وال طالبان وژل شوي، درې پوليس او پنځه طالبان ټپيان شوي دي.
نوموړي امريکا غږ ته وويل چې پوليسو مقاومت کړی او د طالبانو بريد يې په شا تمبولی دی.
بل لور ته د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په دوو جلا خبرپاڼو کې ويلي چې په ياد بريد کې يې تر ۱۵ ډېر ملي او سيمه ييز پوليس وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdch6knzi23n6wd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته