دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۴۰
د مطلب کود : 184993
فراه ولایت کې پرچمن ولسوالۍ لپاره طالبانو نومول شوی ولسوال د شپږو ملګرو سره وژل شوي
د فراه امنیتي چارواکي وایي، د پرچمن ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال حافظ عبدالحق له نورو شپږو ملګرو سره یې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب رسنیو ته وویل، دا هوایي برید تېره شپه د پرچمن او شینډنډ ترمنځ سیمه کې شوی دی.
د ښاغلي محب په خبره حافظ عبدالحق پر ځینو امنیتي پوستو په بریدونو کې ښکیل وو.
د فراه امنیتي چارواکو په خبره نن سهار په پشت رود ولسوالۍ کې شپږ وسله‌وال مخالفین له افغان ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcjhxevtuqeohz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته