دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۶:۰۳
د مطلب کود : 184996
د ناتو ملاتړ قومندان او ۲۰۳ تندر قول اردو آمر سفر جنوب ختیځ زون ته د غزنی امنیتی وضعیت څیړلو لپاره
جنرال دادان لونګ، د ۲۰۳ تندر قول اردو امر او جنرال امیرال، ناتو ملاتړ ځواکونو قومندان نن دوشنبه(۲۳ ثور) د غزنی ولایت امنیتی وضعیت څیړلو لپاره دا ولایت ته سفر کړی وو.

 
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د غزنی ولایت مقام په یو خبرپاڼه کې راغلی دی: ددی قومندانانو سفر مقصد په غزنی او مرکزونو کې د جاری امنیتی وضعیت ارزونه، عملیاتونو پرمختګ څرنګوالی، ضعف او قوت نقطو پیژندنه، امنیتی ځواکونو اړتیاوو تشخیص او ورته رسیدګی او لازم مشوره د مخالفینو او هغوی ګواښونو له منځه وړلو لپاره وو.
په دی لیدنه کې، وحیدالله کلیمزی، د غزنی والی د مخالفینو په وړاندی نظامی اقداماتو او پرمختګونو څخه په څو اخیرو میاشتو کې او ددی ولایت امنیتی وضعیت کې بدلون رامنځته کیدو څخه خوشحالی څرګند کړی او د امنیتی ځواکونو جدی تدابیر او توجه د عملیاتونو ترسره کولو په وخت کې غوښتی دی چی ملکی وګړو مالی او ځانی مصونیت ته توجه ولری.
د غزنی والی په داسی حال کې د طالبانو په وړاندی نظامی اقداماتو موثریت څخه خبری کوی چی غزنی ښار شاوخوا، ددی ولایت مرکز، په دی اخیرو کې د طالبانو بریدونو ډیریدو شاهد وو.
 
https://avapress.com/vdcco0qse2bq4o8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته