کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ناتو ملاتړ قومندان او ۲۰۳ تندر قول اردو آمر سفر جنوب ختیځ زون ته د غزنی امنیتی وضعیت څیړلو لپاره

23 ثور 1398 ساعت 16:03

جنرال دادان لونګ، د ۲۰۳ تندر قول اردو امر او جنرال امیرال، ناتو ملاتړ ځواکونو قومندان نن دوشنبه(۲۳ ثور) د غزنی ولایت امنیتی وضعیت څیړلو لپاره دا ولایت ته سفر کړی وو.



 
د آوا په ګزارش سره، د غزنی ولایت مقام په یو خبرپاڼه کې راغلی دی: ددی قومندانانو سفر مقصد په غزنی او مرکزونو کې د جاری امنیتی وضعیت ارزونه، عملیاتونو پرمختګ څرنګوالی، ضعف او قوت نقطو پیژندنه، امنیتی ځواکونو اړتیاوو تشخیص او ورته رسیدګی او لازم مشوره د مخالفینو او هغوی ګواښونو له منځه وړلو لپاره وو.
په دی لیدنه کې، وحیدالله کلیمزی، د غزنی والی د مخالفینو په وړاندی نظامی اقداماتو او پرمختګونو څخه په څو اخیرو میاشتو کې او ددی ولایت امنیتی وضعیت کې بدلون رامنځته کیدو څخه خوشحالی څرګند کړی او د امنیتی ځواکونو جدی تدابیر او توجه د عملیاتونو ترسره کولو په وخت کې غوښتی دی چی ملکی وګړو مالی او ځانی مصونیت ته توجه ولری.
د غزنی والی په داسی حال کې د طالبانو په وړاندی نظامی اقداماتو موثریت څخه خبری کوی چی غزنی ښار شاوخوا، ددی ولایت مرکز، په دی اخیرو کې د طالبانو بریدونو ډیریدو شاهد وو.
 


د مطلب کود: 184996

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/184996/د-ناتو-ملاتړ-قومندان-او-۲۰۳-تندر-قول-اردو-آمر-سفر-جنوب-ختیځ-زون-ته-غزنی-امنیتی-وضعیت-څیړلو-لپاره

آوا
  https://www.avapress.com